Banner

غزل: محمدحنيف حيران

23.07.2011 10:53

د شپې له زوره چې د لمر د سکون ساه وتې ده
په خوب ويده دی او که نه، له پښتون ساه وتې ده
مونږه پيريان د سليمان (ع) نه يو چې نه پوهيږو
مونږ ښه خبر يو چې پاچانه پرون ساه وتې ده
څه جنتونو کې روان يم، دا څه حورې غلمان
شکر په خوب کې مې دچا په زنګون ساه وتې ده
شپېلۍ يې ماته او رمه يې تر اوو غرو آوښتې
خدای خبر څنګه پورې غره کې له شپون ساه وتې ده
پاچا په غم د ولس نه دی، ولس هم دغسې

له دې ولسه د پاچا په ګډون ساه وتې ده
چې زه جنت ته نه ځم، څوک به تر ما مخکې ورشي!
خدايه! دنيا کې رانه ستا په لټون ساه وتې ده
ستوری چې پريوزي، تنهايي شي د ليلا راياده
وايم چې نور نو په رښتيا له مجنون ساه وتې ده
ژوند يې هم خپل و او د مرګ پورهم د چا نه و پرې
ملګرو څنګه له حيران په ژوندون ساه وتې ده.

ګوربت تلويزون، کابل – ۱۹ جولايي ۲۰۰۱۱ م کال

خوځون 04.08.2011 08:43

ډېر ښکلی دی حیران صیب کمال دې کړی او هغه د اکمل لېوني خبره ( حد دی جي ))

ډګرمن خیال محمد څک 23.07.2011 13:23

مونږ ښه خبر یو چې پاچا نه پرون ساه وتې ده

ډیر ښه حیران صیب ستا ددې ځینو ملګرو نه هم ساه وتې ده لکه الهام، امرخیل، اینډ سیټرا....
رښتیا یې ویلي چې ښه شاعر هغه وي چې یا مین وي او یا اوزګار وي. الهام دوی هم اوس په غوړو دندو لګیدلي لاړه شاعري ماعري ترې پاتې شوه مزه یې نشته وایم..

دلته هغه د فیاض افریدي شعر رایاد شو.
وايي:

فیاضه ته لکه کلداره په ورو ورو ښوییږې
په اخبارونو کې راځي د افغانیو تصویر

دا شعر یې هغه وخت ویلی وه چې یو وخت په پیښور کې د شرر ساپي سخت کش وه او داسې مشاعره به کمه موندل کیده چې شرر به نه ورغوښتل کیده او په هر مجلې به هڅه کوله د شرر صیب څخه کوم شعر راوشکوي. نو فیاض افریدي راته یوه ورځ ویل چې ددې نه مې مطلب شرر ساپی وه.

نو زه هم اوس وایم چي:

الهامه ته لکه کلداره په ورو ورو ښوییږې
په ویب سایټونو کې نن سبا تنها د ډاکټر صیب شعرونه راځي ستاسو خو مزه تللې.
رښتیا په دې (مزه تللې) باندې هغه د اختیار صیب شعر رایاد شو چې ددې موضوع سره اړه هم لري. هغه څنګه وايي چې صحیح مې په یاد هم نه دي، وايي

لالهانده يو اختيار پکې ګرځيږي
بيا د چم له ماښامونو ساه ختلې

نو لالهانده یو حیران پکې ګرځيږي ـــــ د نورو شاعرانو نه خو ساه ختلې.

یادونه:
حیران صیب تبصره مې سمه د دانش صیب کتابپلورنځی دی هره موضوع پکې موندلی شې خو که دې نشروله نه بیا د سانسور اجازه لرې خو د بالکل نه خپرولو ظلم مکوه.

په درناوي
ډګرمن خیال ممد څک

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.